انصار: (د لړم ۱۷ مه)، د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ په لومړي ځل د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد سره وکتل او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
هندي رسنیو تېره شپه له موضوع څخه د خبرو سرچینو پر اساس په کابل کې د طالبانو د سرپرست دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان-افغانستان-ایران څانګې ګډ منشي جي پي سنګ تر منځ غونډه یو مهم پرمختګ وباله.
د سرچینو په وینا، یعقوب، چې د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا عمر زوی دی، تر دې وړاندې له هندي استازو سره علني لیدنه نه وه کړې.
هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، دې سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط دا معلومات شریک کړي دي.
جي پي سنګ، چې د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ګډ منشي هم دی، د طالبانو له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم جلا جلا لیدلي دي.
هندي اړخ د دې غونډو اړه رسماً څه نه دي ویلي. سنګ، چې له طالبانو سره یې د هند د اړیکو په پراخولو کې رول لوبولی، کابل ته په یوه نااعلان شوي سفر تللی و.
د طالبانو دفاع وزارت په ایکس کې په یوه پوسټ کې ویلي چې ملا یعقوب له هندي پلاوي سره، چې د جي پي سنګ په مشرۍ راغلی و، ولیدل او د اړیکو د پراختیا پر لارو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ځانګړې توګه د بشري مرستو او نورو موضوعاتو په اړه خپله ګډه علاقه څرګنده کړه او د افغانستان او هند تر منځ د لا قوي تعاملاتو غوښتنه یې وکړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایکس کې په یوه پوسټ کې وویل چې هغه او سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او تاریخي اړیکو په اړه خبرې وکړې او د دې اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.
کرزي د افغانستان له خلکو سره د هند مرستې وستایلې او زیاته یې کړه چې د افغان ځوانانو تعلیم او روزنې، د سوداګرۍ پراختیا، او د دواړو هېوادونو تر منځ د سفر اسانتیاوو ته باید زیات پام وشي.
د۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، سنګ له ملا امیر خان متقي، چې یو لوړ پوړی طالب مشر دی او د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره په مذاکراتو کې یې برخه اخیستې وه، څو ځله لیدلي دي.
هند د نورو ډېرو هېوادونو په څېر په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، هند خپل ټول دیپلوماتان له افغانستان څخه وایستل، خو بیا یې د ۲۰۲۲ په جون کې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او یو "تخنیکي ټیم" یې ګومارلی.
له هغه وخت راهیسې، هندي لوري له طالبانو سره تعامل کړی او د افغانانو لپاره یې بشري مرستې، چې غنم، درمل او طبي تجهیزات پکې شامل دي، برابر کړي دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/34263